ډېر لوستل شوي

هلمند کې د ومانو یوه کارخونه ویجاړه شوې

د هلمند په دوو ولسوالیو کې د ومانو یوه کارخونه کشف شوې او همدارنګه ګڼ نشه یي توکي له منځه تللي دي.

یاده کارخونه وړمه ورځ د هلمند ولايت د امنيه قومندانۍ اړوند د نشه يي توکو سره د مبارزې مدیریت مسوولینو له لوري په سنګین او بغني ولسوالیو کې کشف او له منځه تللې ده.

د امنیه قومندانۍ ویاند ملا عزت الله حقاني ویلي، چي د یادو عملیاتو په جریان کي ۷۶۵۰ کېلو ګرامه ومان، ۷۰۰ لېټره ډیزل، ۱۵ ګونۍ اهاک، ۹ دانې بېلرونه، ۱۲ ډبې تېزاب او د کارخونې یو شمېر توکي له منځه وړل شوي دي.

د نوموړي په خبره د یادې کارخونې په تړاو ۵ تنه نیول شوي چې عدلي او قضایي ارګانونو ته به ورپېژندل شوي دي.

اړوند خبرونه