ډېر لوستل شوي

فراهي بندر کې ۳۳ ټنه کم‌کیفیته ودانيز توکي بېرته صادروونکي هېواد ورګرځول شوي

د معيار او کيفيت ادارې د شيخ ابونصر فراهي بندر له لارې ۳۳ ټنه غير معياري او کم‌کيفيته ودانيزو توکي بېرته صادروونکي هېواد ته ورګرځولي دي.

یاده اداره وايي، په دې جوپه کې ۳۳ زره او ۸۸۰ کیلوګرامه کاشي او سرامیک شامل وو چې د ادارې د فني کارکوونکو له لوري تر ارزونې وروسته غیر معیاري پېژندل شوي دي.

د معيار او کيفيت اداره زياتوي، د هېواد په ټولو بندرونو کې د وارداتي توکو د کیفیت د کنټرول او تثبیت بهیر په منظم ډول روان دی او د عامه روغتیا او خوندیتوب لپاره به د غیر معیاري توکو د واردېدو پر وړاندې جدي اقدامات دوام ولري.

اړوند خبرونه