ډېر لوستل شوي

کوېټي شرکت د افغانستان د ګرځندوی په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې 

د کوېټي «السایر» شرکت رییس، محمد ناصر محمد السایر د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو له مرستیال، مولوي قدرت الله جمال سره کتلي دي.  

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې کویټي پانګوال د افغانستان د ګرځندوی په برخه کې پانګونې لېوالتیا څرګنده کړې ده.  

بلخوا مولوي قدرت‌الله جمال د نوموړي د پانګونې له پلان هرکلی کړی او ډاډ یې څرګند کړی چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی په برخه کې د پانګونې لپاره همکارۍ ته چمتووالی لري. 

د نوموړي په وینا افغانستان د تاریخي مخینې، طبیعي منظرو، تاریخي ودانیو او لرغونو سیمو له پلوه پراخ ظرفیتونه لري او دا یې د ګرځندوی صنعت د پراختیا او کورنیو او بهرنیو پانګوالو د جذب لپاره مهم بللي دي.

اړوند خبرونه