د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء راپور ورکړی چې تېره يوه ورځ کې د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پل او اسلامکلا له لارو ۳۳۴ کورنۍ چې ټولټال ۱۶۴۰ غړي لري، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
د ياد کمېسيون په دې راپور کې راغلي، ۲۷۳ کورنۍ چې ۱۴۴۸ غړي لري، د ننګرهار، کونړ، لغمان، کابل او نورو ولایتونو ته لېږدول شوې دي. د لېږد ترڅنګ، له ۲۸۵ کورنیو سره ټولټال ۳ میلیونه او ۳۳۰ زره افغانۍ مالي مرسته شوې ده.
همداراز، راستنېدونکو کډوالو ته روغتیايي، خوراکي او مخابراتي خدمتونه وړاندې شوي، ۲۳۸ سیمکارټونه وېشل شوي او یو شمېر ناروغان تر درملنې لاندې هم نیول شوي دي.
د مسوولينو په وينا، راستنېدونکو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډمهاله مېشتېدنې او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه هم عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

