د هلمند ولایت د امنیه قومندانۍ د تروریزم ضد عمومي مدیریت مسوولینو له لوري د کشفي معلوماتو پر بنسټ درې تنه انسان تښتونکي نیول شوي دي.
امنیه قومندانۍ همدارنګه په دوو جلا جلا عملیاتو کې د ۱۳.۵ کیلوګرامو نشه یي توکو د نیونې خبر هم ورکړی دی.
د هلمند د امنیه قومندانۍ ویاند ملا عزت الله ویلي، چې دغو انسان تښتوونکو هڅه کوله دویمه امنیتي حوزه کې یو هېوادوال وتښتوي؛ خو امنیتي ځواکونو له دوو توفنګچو سره لاس په لاس ونیول. همدارنګه د تروریزم ضد ځواکونو په یوه موټر کې ځای پر ځای کړي ۱۳.۵ کېلو ګرامه نشه یي توکي نیولي دي چې غوښتل یې کابل ته یې ولېږدوي او بیا یې نورو هېوادونو ته قاچاق کړي.