ډېر لوستل شوي

دریو ولایتونو کې قاچاقي توکي نیول شوي

د ګمرکونو لوی ریاست نن(یکشنبه، چنګاښ ۲۴مه) په خپل اېکس په هرات، کندهار او ننګرهار  ولایتونو کې د یو شمېر قاچاقي توکو د نیونې خبر ورکړی دی.

ددې ریاست د مسوولینو په خبره دا توکي د ګرځنده څارنې کارکوونکو تېره اوونۍ د هرات، کندهار او ننګرهار ولایتونو په بېلابیلو سېمو کې نیولي دي.

قاچاقوونکو غوښتل دا توکي په پټه د افغانستان بازارونو ته دننه کړي.

په دې نیول شویو توکو کې (۲۵۰۰) کیلو ګرامه انساني درمل، (۴۸۳) کیلو ګرامه کرنیز او حیواني درمل، (۱۰۰۰) کیلو ګرامه چاکلیټ، (۳۵۰) کیلو ګرامه پلاستیکي کڅوړې، (۶۰) کارټنه قیلون او (۴۵۰) کیلو ګرامه نور بېلابیل توکي شامل دي. د یادونې وړ ده چې هېواد ته اوسمهال ناقانونه او په پټه واردېدونکي توکي منع دي او له سرغړوونکو سره سخت چلن کیږي.

اړوند خبرونه