د لوړو زده کړو وزارت او د ملي پراختیا شرکت ترمنځ د ګډو همکاریو د همغږۍ تړون لاسلیک شوی دی.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ ندا محمد ندیم په همدې تړاو جوړې شوې ناستې ته ویلي: د هېواد پوهنتونونه له نظري اړخه نږدې پر ځان بسیا شوي، خو لابراتواري او عملي برخه کې لا هم ډېر کار ته اړتیا شته. د ښاغلي ندیم په وینا، افغان زدکړیالان نوي افکار او د نوښتونو ښې طرحې لري او دوی ژمن دي؛ تر څو د هېواد د پرمختګ لپاره دغو زده کړیالانو ته اسانتیاوې رامنځته کړي.