ډېر لوستل شوي

بغلان کې ټرافیکي پېښې شاوخوا ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د بغلان امنیې قومندانۍ مسولینو ویلي چې نن سهار(سه شنبه، چنګاښ ۲۶مه)  ددې ولایت د خنجان ولسوالۍ په تخته سنګ سیمه کې ټرافیکې پېښه رامنځته شوې چې ۱۷ تنو پکې خپل ژوند بایللی او ۳۴ نور ټپیان دي.

ویل کیږي چې دا پېښه د یوه ۵۸۰ ډول موټر د چپه کېدو په سبب رامنځته شوې ده.

د یادې قومندانۍ په قول، د پېښې تپيان د درملنې په موخه د امنیتي ځواکونو له لوري د پلخمري ښار مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي. د پېښې لامل لا هم نه دی په ډاګه شوی خو ډېری وخت ورته پېښې د موټروانانو د بې غورۍ له امله رامځته کیږي.

اړوند خبرونه