زابل کې د حافظ په نوم ماشوم ژورې څاه ته تر غورځېدو وروسته ژغورل شوی دی.
د ياد ولايت د امينه قوماندانۍ وياند ذبيح الله جوهر رسنيو ته ويلي، چې دا ماشوم ددې ولايت په ميزاني ولسوالۍ کې يوې ژورې برمې ته لويدلی و، چې تر ۱۴ ساعته هڅو وروسته تېره شپه ناوخته ژوندی ایستل شوی. د یادونې وړ ده چې له زابل سربېره هلمند کې هم ورته پېښې په ځلونو تکرار شوي خو ولسونو د بې سره څاه ګانو د پټولو اړوند هېڅ هڅه نه ده کړې.