ډېر لوستل شوي

ترينکوټ کې ۳ تنه د غلا پر تور نيول شوي

د ارزګان ځايي چارواکي خبر ورکوي چې د ياد ولايت د امنيه قومندانۍ د لومړۍ او دویمې حوزې امنيتي ځواکونو په ترينکوټ ښار کې ۳ کسان د غلا پر تور نيولي دي.

د ياد ولايت د پوليسو وياند بلال ارزګاني اميد راډيو ته وويل چې نن سهار دوه تنه غله په ترينکوټ ښار کې د یوه موټرسایکل او یوې ارې سره لاس په لاس ونیول شول.

ښاغلي ارزګاني وړاندې ویلي چې یو بل تن هغه مهال نیول شوی چې یوه کور ته د غلا په پار اوښته.

د امنيه قومندانۍ دغه وياند خلکو ته  ډاډ ورکړی چې د جنايي جرمونو د پيښو پر وخت به امنيتي ځواکونه له وړاندي هدف ته ځان رسوي او د جنايي پيښو مخنيوي ته به لومړيتوب ورکړي.

دا په داسي حال کې ده چې تر دې وړاندې ددې ولایت مسوولینو ویلي وو چې د پخوا په پرتله اوس جنایي پېښې کمې شوي.

اړوند خبرونه