ډېر لوستل شوي

لغمان کې د راستنېدونکو کډوالو د موټر چپه کېدو له امله ۱۸ کسان مړه شوي

د لغمان امنیه قوماندانۍ خبر ورکړی چې قرغیو ولسوالۍ کې د راستنېدونکو کډوالو یو موټر چپه شوی چې له امله پکې ۱۸ تنه مړه شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.

د یادې قوماندانۍ ویاند یونس یوسفزی وایي، پېښه نن سهار شوې او ټپیانو ته د ژغورنې لومړنۍ مرستې برابرې شوې دي.

نوموړي زیاته کړې چې د پېښې ټول ټپیان د ننګرهار سیمه‌ییز روغتون ته لېږدول شوي او د ځینو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

مسوولینو د پېښې د رامنځته کېدو د لاملونو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو په دې اړه څېړنې روانې دي.

اړوند خبرونه