د ازموینو ملي ادارې خبر ورکړی چې د پلازمېنې کابل د دولسمو ټولګیو فارغان د ۱۴۰۵ کال د عمومي کانکور ازموینې په درېیم پړاو کې شامل دي.
د یادې ادارې ویاند ناصر خان شېرزی وایي، د همدې پړاو د ګډونوالو بایومټریک معلومات به د جوزا میاشتې په ۱۰مه، ۱۱مه، ۱۲مه او ۱۳مه نېټه ثبت شي، او د کانکور ازموینه به یې د جوزا په ۱۴مه او ۱۵مه نېټه واخیستل شي.
همداراز، د کابل ولایت د دیني مدرسو او ځانګړو څوارلس پاسانو ازموینه به د کانکور د ۱۴۰۵ کال په څلورم پړاو کې ترسره شي.
د ازموینو ملي ادارې ویاند ناصرخان شیرزي ویلي، د ننګرهار، لغمان، کندهار، هلمند، فراه او نیمروز ولایتونو د ځانګړو (۱۴ پاسانو) ازموینې به د کانکور د څلورو پړاوونو له بشپړېدو وروسته تنظیم او ترسره شي.

