د نورستان سیمهییزو مسوولینو خبر ورکړی چې تېره شپه د مرکز پارون په مربوطاتو کې د سیلانیانو یو موټر له سړک څخه تر اوښتو وروسته سیند ته لوېدلی دی.
د مسوولینو په وینا، د دې پېښې له امله څلور کسان نادرکه شوي او موټر چلوونکی ټپي شوی دی.
مسوولینو زیاته کړې چې د ژغورنې ډلې د نادرکه شویو کسانو د موندلو لپاره پلټنې او لټونونه روان ساتلي دي.
د معلوماتو له مخې، یاد سیلانیان د فراه ولایت اوسېدونکي او د اختر د رخصتیو او مېلو لپاره نورستان ته تللي وو.

