ډېر لوستل شوي

ملي دفاع وزارت ۶۰ تنه ځوانو منسوبينو ته د کمپيوټر زده‌کړې ورکړې

د ملي دفاع وزارت ۲۰۷ الفاروق قول‌اردو لومړۍ لوا کې ۶۰ تنه منسوبينو ته د کمپيوټر دوه مياشتنۍ زده‌کړې ورکړې دي.

د ملي دفاع وزارت يادې لوا په خپل اېکس پاڼه ليکلي، چې له دوه مياشتني زده‌کړو پای ته رسولو وروسته يې يادو کسانو ته د فراغت سندونه ورکړي دي.

په دغه مراسمو کې د ۲۰۷ الفاروق قول‌اردو لومړۍ لوا درستيزوال دغو فارغو شويو کسانو ته لازمې سپارښتنې کړې.

د يادلو ده، چې ملي دفاع وزارت په مرکز او سيمه‌ييزو برخو کې په سلګونه منسوبينو ته نظامي، مسلکي او حرفوي زده‌کړو زمينه برابر کړې.

اړوند خبرونه