کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې اووه کسان د نشهيي توکو د کاروبار په تړاو نیول شوي دي.
د دغه وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې دا کسان د بلخ ولایت امنیې قوماندانۍ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو له لوري نیول شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې چې نیولشویو کسانو څخه ۱۹۹ کیلوګرام چرس هم ترلاسه شوي دي.
کورنیو چارو وزارت همداراز لیکلي چې نیولشوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپېژندل شي. د یادولو ده چې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشهيي توکو پر هر ډول کاروبار کلک بندیز لګېدلی دی.

