ډېر لوستل شوي

اماراتو د لغمان د ټرافيکي پېښې له قربانيانو سره خواخوږي څرګنده کړې

متحده عربي اماراتو د لغمان ولايت د خونړۍ ټرافيکي پېښې له قربانيانو او زيانمنو کورنيو سره ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.

د ياد هېواد د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميې کې د پېښې ټپيانو ته د بېړنۍ روغتیا هيله شوې او د قربانيانو له کورنيو سره همدردۍ څرګنده شوې ده. یاده ټرافيکي پېښه تېره ورځ په لغمان ولایت کې رامنځته شوې وه چې له امله یې ۱۹ کسان شهيدان او تر ۳۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

اړوند خبرونه