ډېر لوستل شوي

د ملي دفاع وزارت دويم مرستيال له سرحدي پوستو لیدنه کړې

د ملي دفاع وزارت وايي، چې د دې وزارت دويم مرستیال او سرحدونو عمومي مسوول ملا عبدالقيوم ذاکر او مل پلاوي د کندز او تخار ولايتونو له سرحدي پوستو لېدنه کړې.

ياد وزارت په خپل رسمي اېکس د دغې لېدنې خبر ورکړی دی.

په دې لیدنه کې ښاغلي ذاکر د کندز د قلعه زال، امام صاحب او کلباد او د تخار ولايت خواجه غار، دشت قلعه، درقد، ينګي قلعه او د چاه آب ولسوالیو سرحدي سیمو کې د پوستو د مسوولینو او مجاهدینو ستونزې اورېدلي او د حل په موخه یې لازمې سپارښتنې کړې دي. دا په داسې مهال ده، چې د ملي دفاع وزارت چارواکي وخت ناوخت د هېواد له پولو او سرحدي پوستو له نږدې لیدنه کړې ده.

اړوند خبرونه