ډېر لوستل شوي

کندهار کې ۴۰۰ بستريز روغتون جوړوي

د عامې روغتيا وزارت وايي، د قطر هېواد سفارت استازو په کندهار ولايت کې د میرویس حوزوي روغتون د پراختیا او په عینو مېنه کې د ۴۰۰ بستریز روغتون د جوړېدو ډاډ ورکړی دی.

په کابل کې د قطر سفارت سلاکار میردیف القاشوطي او مل پلاوي یې دغه څرګندونې نن (دوشنبه، وږي۲۶مه) د عامې روغتيا وزارت له سرپرست مولوي نورجلال جلالي سره د کتنې په مهال کړې دي. قطري لوري په روغتیايي برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ څرکند کړی او په نږدې راتلونکي کې یې په کندهار ولایت کې د میرویس حوزوي روغتون د پراختیایي چارو د پیل او په عینو مېنه کې د ۴۰۰ بستریز روغتون د جوړېدو ډاډ ورکړی دی.

اړوند خبرونه