د امربالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وايي چې د تلې میاشتې په اوږدو کې یې د ټولنې د بېلابېلو قشرونو له مسوولینو سره ۲۴۵۸ ناستې کړې او د مېرمنو اړوند ۹۳۸ قضیو ته یې رسېدنه کړې ده.
ياد وزارت وايي، په همدې موده کې ۵۲ تنه کوډګر نیول شوي، ۴۸ دښمنۍ او ۲۵۲ شخړې حل شوې دي.
د راپور له مخې، د وزارت محتسبینو په رسنیو کې د سلګونو سرغړونو د مخنیوي په برخه کې هم اقدامات کړي دي.
یاد وزارت د خپلو فعالیتونو په لړ کې د ټولنیزو شخړو حل، د مېرمنو اړوند قضیو ته رسېدنه، د شکایتونو اورېدل او د رسنیزو سرغړونو مخنیوی د خپلو مهمو کاري برخو په توګه یاد کړي دي.

