یو شمېر دیني عالمانو د اسلامي امارت له لوري د هغه کمېسیون کړنې ستایلي، چې د احتکار د مخنیوي په پار یې کړي دي.
دیني علماء وایي، چې احتکار په اسلام کې ناروا او ترسره کوونکي یې مجرمین دي.
د اقتصادي چارو شنونکي هم احتکار په بازارونو کې د بې ثباتۍ او د نرخونو نه کنټرول سبب ګڼي. د دوی په وینا، له احتکاره بې وزله لا ډېر زیانمنیږي.
احتکار د بیو د لوړوالي په پلمه د لومړنیو توکو ساتنه ده، چې د خلکو اړتیا ته په کتو بازار ته د پلور په تکل وړاندې کیږي.