ډېر لوستل شوي

د اروپا په تکل تلونکي یو شمېر کډوال د اوبو خوراک شوي

هسپانیې چارواکو ویلي، چې د دې هېواد (کنري) ټاپوګانو سره نږدې د کډوالو یوه کښتۍ ډوبه شوې چې لږ تر لږه نهه تنه پکې مړه شوي او ۴۸ نور تري تم دي.
د هسپانیې د سمندري ژغورنې ملي ادارې ویلي، چې له ډوبوشویو کډوالو یې ۲۷ تنه ژوندي ژغورلي.
د کنري ټاپوګانو ولسمشر پر دې پېښې خواشیني ښودلې او له اروپایي اتحادیې یې د کډوالو د ژغورنې په پار د کوټلیو ګامونو اخیستو غوښتنه کړې ده.
د مړوشویو کډوالو هویت لا هم مالوم نه دی.

اړوند خبرونه