ډېر لوستل شوي

د هلمند پر امنيتي ځواکونو  موټرسايکلونه وېشل شوي

کورنيو چارو وزارت د هلمند امنيه قوماندانۍ ته ۴۷ عرادې موټرسايکلونه ورکړي دي.

د امنيه قوماندانۍ مسوولين وايي، چې دغه موټرسايکلونه د ښاري ګزمو او پېښو ته د ژر رسېدو په موخه ورکړل شوي دي.

د ځایي چارواکو په وينا، تر دې مهال ۳۴ عرادې موټرسايکل د امنيه قوماندانۍ اړوند ادارو ته سپارل شوي او پاتې نور به د اړتيا له مخې ور وسپارل شي. د يادولو ده، چې د کورنيو چارو وزارت تر دې وړاندې هم په يو شمېر نورو ولايتونو کې د امنيت د پياوړتيا په موخه پر امنیتي برخې موټرسايکلونه وېشلي و.

اړوند خبرونه