ډېر لوستل شوي

پروان کې د ځمکې لاندې اوبو کچه ۴۰ سانتي متره لوړه شوې

د اوبو او انرژۍ وزارت په پروان ولايت کې د ځمکې لاندې اوبو کچې د ۴۰ سانتي متره زياتېدو خبر ورکړی دی.

دې وزارت ويلي، چې د غوربند‌ـ چاريکار سینديزې فرعي حوزې مسوولينو د پروان ولايت په مرکز کې د ځمکې لاندې اوبو اندازه لګولې، او په خبره یې ۴۰ سانتې متره زياتوالی ښیي.

د اوبو او انرژي وزارت مسوولين زياتوي، چې دغه اندازه له درېيو مياشتو را پدېخوا لوړه شوې ده. د ويلو ده، چې په دې سيمه کې د اوبو د کچې د لوړېدو عوامل موسمي ورښتونه، د خپل سرو څاګانو د کیندلو مخنیوی، د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې لپاره د جذبي څاګانو کیندل او د ځمکې لاندې اوبو د کړنلارې د پلي کولو سالم مدیریت ښودل شوي دي.

اړوند خبرونه