ډېر لوستل شوي

شيخ‌ زايد پوهنتون کې د برېښنا پروژې چارې پيل شوې

د خوست په شيخ زايد پوهنتون کې د لس ميليونه او پينځه سوه زره افغانيو په ارزښت د برېښنا پروژې چارې پيل شوې.

د ياد پوهنتون مسوولینو ويلي، چې د دغې پروژې چارې د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست شيخ نداء محمد نديم او مل پلاوي، د شیخ زاید پوهنتون رييس شیخ الحدیث مسلمین راشد، د پوهنتون مرستیالانو او استادانو په حضور کې پيل شوه.

ويل ‌کېږي، چې ياده پروژه به د “نور ساختماني شرکت” له لوري په ۴۵ ورځو کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.

د ويلو ده، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د شيخ زايد پوهنتون برېښنايي ستونزې حل شي.

اړوند خبرونه