ډېر لوستل شوي

“له دوو میلیونو جریبو ډېره دولتي ځمکه تثبیت او زرګونه حقوقي خدمتونه وړاندې شوي”

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د «حکومت د اطلاعاتو هنداره» پروګرام پر مهال د عدلیې وزارت د ۱۴۴۷ هجري قمري کال مهمې لاسته راوړنې بیان کړې.

د اميد راډيو خبريال په دې کنفرانس کې د ښاغلي مجاهد له قوله ويلي، عدلیې وزارت له ۶ زرو څخه د ډېرو قضیو دفاع کړې چې په پایله کې یې په پراخه کچه دولتي ځمکې له غصب څخه ژغورل شوې دي. همداراز، زرګونو کسانو ته بېلابېل جوازونه صادر او د ۷ زرو څخه د زیاتو رهنمایي معاملو جوازونه هم نوي شوي دي.

د اسلامي امارت وياند زیاته کړې، وزارت له ۴ زرو څخه ډېرو کسانو ته وړیا حقوقي مشورې ورکړې او د عامه پوهاوي لپاره یې په ټول هېواد کې نږدې ۲ زره غونډې ترسره کړې دي. مولوي ذبيح‌الله مجاهد د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسيون د معلوماتو له مخې ويلي، په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې له دوو میلیونو جریبو څخه ډېره ځمکه دولتي تثبیت شوې او له ۹ زرو جریبو څخه ډېره ځمکه بېرته دولت ته سپارل شوې ده.

اړوند خبرونه