د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د «حکومت د اطلاعاتو هنداره» پروګرام د لومړي کنفرانس پر مهال د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ۱۴۴۷ هجري قمري کال لاسته راوړنې بیان کړې.
د اميد راډيو خبريال په دې کنفرانس کې د ښاغلي مجاهد په حواله ويلي، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په هېواد کې سلګونه جوماتونه رغولي او بیارغولي دي.
همداراز، د حج او عمرې په برخه کې شاوخوا ۳۰ زرو حاجیانو ته اړین خدمتونه وړاندې شوي دي. د اسلامي امارت مرستيال وياند زیاته کړې چې د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې د یاد وزارت له لوري ۲۲۷ رسمي فتواوې هم صادرې شوې دي.

