ډېر لوستل شوي

بنګله‌دېش له هند څخه د شيخ حسینې د بېرته سپارلو غوښتنه کړې

د بنګله‌دېش مؤقت مشر او د سولې د نوبل جايزې ګټونکي محمد يونس له هند څخه د شيخ حسینې د بېرته سپارلو غوښتنه کړې ده.

د ياد هېواد مؤقت مشر تېره ورځ په يوه ټلوېزيوني مرکه کې ويلي، چې حکومت يې هڅه کوي تر څو له هند څخه د بنګله‌دېش پخوانۍ صدراعظمه شيخ حسينه بېرته راوګرځوي.

محمد یونس زياته کړې، چې پر دې سربېره به د شیخ حسینې د واکمنۍ پر مهال له بشري حقونو سرغړونې وڅیړل شي. په دې مرکه کې د بنګله‌دېش مؤقت مشر ژمنه کړې، چې له اصلاحاتو وروسته به ټاکنو ته زمينه برابره کړي.

اړوند خبرونه