د رييسالوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالعني برادر د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د جوړ شوي “علمي او تخنيکي” سيمينار په پای غونډه کې ګډون کړی دی.
د رياستالوزراء اقتصادي معاونيت په خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي برادر په ياده غونډه کې ويلي، چې اسلامي امارت د پياوړې ارادې په درلودو سره د اوبو د غوره مديريت لپاره هلې ځلې کوي.
دغه راز د رييسالوزراء اقتصادي مرستيال زياته کړې، “افغانستان د اوبو پراخې طبيعي سرچينې لري، خو له بدهمرغه سالمه استفاده او په دې برخه کې مسلکي مديريت نه دی شوی. ” د يادونې وړ ده، چې ملا عبدالغني برادر د سيمينار په پای غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د اوبو پروژو مدیریتي او معلوماتي سیستم، د اوبو د کیفیت معلوماتي سیستم، د اسنادو مدیریت او تعقیب سیستم، د کارکوونکو د “هویت کارت” مدیریتي سیستم او د زده کړې د ظرفیت لوړونې برنامې پرانیسته هم کړې ده.