د کورنيو چارو وزارت د نشهيي توکو پر ضد د مبارزې مرستيال شيخ عبدالرحمن منير د يوه پلاوي په مشرۍ د اوزبيکستان سمرقند ښار ته سفر کړی دی.
ياد وزارت وايي، چې ښاغلي منير د اوزبيکستان د ولسمشر د سياسي چارو د سلاکار ډاکټر عبدالعزيز کملوف په رسمي بلنه د «نشهيي توکو نړيوال ګواښونه» په نړيواله غونډه کې د ګډون په موخه سفر کړی دی.
ټاکل شوې ده، چې دا نړيواله غونډه د روانې مياشتې په شلمه نېټه د بېلابېلو هېوادونو د استازو او نړيوالو بنسټونو په شتون کې وشي، چې پکې به د نشهيي توکو پر وړاندې نړيوال ګواښونه و ارزول شي او د سيمهييزو او نړيوالو همکاريو د پياوړتيا لارې چارې به وڅېړل شي.
تمه کېږي، چې د افغانستان پلاوی به په دې غونډه کې د نشهيي توکو پر ضد د مبارزې په برخه کې خپلې لاسته راوړنې، هڅې او راتلونکي پروګرامونه وړاندې کړي او د ګډو همکاريو د پراختيا په اړه به رغنده بحثونه ترسره کړي.

