د راپورونو له مخې، د تېرو دوو ورځو را په دې خوا د پاکستان په لاريونونو کې يو پاکستانی پوليس وژل شوی او نهه نور ټپيان شوي دي.
ځايي سرچينې وايي، چې د پاکستاني پوليسو د ډزو په پايله کې يوه لاريون کوونکي هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په همدې حال کې د ياد هېواد د کورنيو چارو وزير محسن نقوي خبرداری ورکړی، که لاريون کوونکي له وسلو کار واخلي؛ نو پوليس به يې هم په “مرميو” ځواب ورکړي. دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې د “تحریک انصاف” ګوند زرګونه پلویان لا هم د عمران خان د خوشې کېدو لپاره خپلو لاریونونو ته دوام ورکوي.