ډېر لوستل شوي

د هېواد په ۳۱۸ ولسواليو کې د عمومي روغتونونو د جوړېدو په موخه بوديجه منظوره شوه

د عامې روغتيا وزارت وايي، چې د اسلامي امارت د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه‌الله د فرمان پر بنسټ، دهېواد په ۳۱۸ ولسواليو کې د عمومي روغتونونو د جوړېدو په پار بوديجه منظور شوې ده.

ياد وزارت وايي، چې د ياد فرمان پر بنسټ له داخلي بوديجې څخه په ۳۱۸ ولسواليو کې د عمومي (جنرل) روغتونونو د جوړېدو په موخه څه باندې شپږ ميليارده افغانۍ منظورې شوې دي. د خبرپاڼې د معلوماتو پر بنسټ، په لوګر، غزني او فراه ولايتونو کې د پنځو روغتونونو د ساختماني چارو د پيل په موخه تدارکاتي لړۍ ترسره شوې او په نږدې راتلونکې کې به يې په عملي توګه د جوړېدو چارې پيل شي.

اړوند خبرونه