د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت وايي، په بلخ ولايت کې د غصب شويو ځمکو او څړځايونو د تثبيت او بېرته راګرځيدو لړۍ بيا پيل شوه.
دې وزارت ويلي، په دې غونډه کې د ياد وزارت د سرحدي پلټنو مرستيال او د غصب د کمېسيون مشر مولوي محمد اسماعيل غزنوي، د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ رييس او د دې ولايت د والي په ګډون ګڼو چارواکو ګډون کړی وو.
په دې غونډه کې ښاغلي غزنوي ويلي، چې د ياد کمېسيون له لوري به تر پوره څېړنو او پلټنو وروسته غصب شوې ځمکې او څړځايونه تثبيت او بېرته راوګرځول شي. د ويلو ده، چې ياده لړۍ له فارياب ولايت څخه پيل اوس بلخ او تر دې وروسته به دا بهېر د هېواد ټولو ولايتونو ته وغخېږي.

