د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو د سرپرست وزیر شهید حاجي خلیل الرحمن حقاني جنازه د ګڼو وزیرانو په بدرګه په خپله پلرني ټاټوبي کې ترسره شوه.
د جنازې مراسمو ته د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي، د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني او د کابینې نور غړي ورغلي وو.
د شهید حقاني جنازه د پکتیا د ګردې څېړۍ ولسوالۍ په سراني سیمه کې شوې او تمه ده هملته خاورو ته وسپارل شي. یاده دې شي، چې حاجي خلیل الرحمن حقاني پرون(چهارشنبه، لیندۍ ۲۱مه) د خوارجو په یوه برید کې شهید کړای شو.

