ډېر لوستل شوي

افغان پوله ساتي او ولسي وګړي خوندي؛ خو پاکستاني پوځیانو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي

 سیمه ییزو سرچینو امید راډیو ته منلې چې بېګاه شپه د افغان ځواکونو او پاکستاني پوځ ترمنځ درنې نښتي شوي دي.

د سرچینو له قوله، دې نښتو کې افغان ځواکونو او ولسي وګړو ته هېڅ زیان نه دی اوښتی؛ خو پاکستانیو پوځیانو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

د سرچینو په خبره، د خوست علیشرو ولسوالۍ کې د پاکستانیو پوله ساتو څو پوستې سوځول شوي او یاد پوځیان تښتېدلي. یاده دې شي، چې په دې بریدونو کې لا هم د پاکستاني لوري دقیقه مرګ ژوبله نه ده په ډاګه شوې.

اړوند خبرونه