د ماليې وزارت وايي، چې د ګمرکونو لوی رياست د ګرځنده څارنې کارکوونکو تېره اونۍ د نيمروز، کندهار، فراه، ننګرهار او هلمند ولايتونو کې په ډېره کچه قاچاقي توکي نيول شوي دي.
د ياد وزارت د معالوماتو له مخې، په دې نيول شويو توکو کې ۱۴زره ۹۲۷ کيلو ګرامه ګوړه، ۶ زره ۹۷۹ کيلو ګرامه چاکليټ، ۵ زره ۴۵۰ کيلو ګرامه مالګه، او ۲زره ۷۹ کيلو ګرامه درمل شامل دي.
په دې ترلاسه شويو توکو کې دغه راز ۱ زر ۲۰۰ کيلو ګرامه کينو، ۱زر ۴۸۸ کيلو ګرامه خام نخود، ۳۰۶ کيلو ګرامه د خياطۍ د ماشين تېل، ۱۶۱.۵ کيلو ګرامه زعفران او همدارنګه يو شمېر نور توکي شامل دي. د ياد وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، ياد توکي او تورن کسان د لومړنيو څېړنو په پار اړوند ګمرکونو ته سپارل شوي دي.