د خوست ښاروالۍ اړوند د مارکېټونو د تنظیم مدیریت غړو د روان کال د درېیمې ربعي لړ کې ۶ ټنه تاریخ تېري توکي راټول او سوځولي دي.
د خوست ښاروالۍ روان کال په ټولیز ډول ۱۵ ټنه تاریخ تېري توکي سوځولي. د خوست ښاروالۍ ویلي چې دا توکي یي د رسنیو په مخ کې په خوندي ځای کې سوځولي دي. د خوست ښاروالۍ ویلي چې د تاریخ تېرو او بېکارو توکو د راټولولو او سوځولو لړۍ یې روانه ساتلې ده.
د خوست ښاروالۍ له ټولو سوداګرو، هټیوالو او عامو ښاریانو غوښتي، چې خپل کاروبار مو د اسلامي ښوونو په رڼا کې تر سره کړئ.