د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې د نړیوال چاپېریال تسهیلاتو (GEF-9) له مالي سرچینو څخه د افغانستان د ګټې اخیستنې لپاره دوه مهمې چاپېریالي طرحې وروستۍ کړې دي.
ياده اداره وايي چې دا طرحې د وزارتونو او اړوندو ادارو له لوري له وړاندې شویو نهو طرحو تر ارزونې، ګډو مشورو او بینالسکتوري همغږۍ وروسته غوره شوې دي.
د ادارې د معلوماتو له مخې، د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) به دغه دوه طرحې تخنیکي وارزوي او وروسته به یې د تمویل لپاره د نړیوال چاپېریال تسهیلاتو سکرتریت ته وړاندې کړي.
د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي، د دغو طرحو د وړاندې کولو موخه د نړیوالو چاپېریالي سرچینو څخه د افغانستان اغېزمنه ګټه اخیستنه او د اقلیمي بدلون او چاپېریالي ننګونو پر وړاندې د هېواد د لومړیتوبونو پیاوړتیا ده.

