د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد وايي، پاکستان پوځي رژيم تېره شپه یو ځل بیا د کونړ او پکتیکا ولایتونو پر ملکي سیمو هوايي بریدونه کړي دي.
د ښاغلي مجاهد په وینا، په کونړ کې یوه ښځه او دوه نارینه شهیدان شوي او د دوه ښځو په ګډون دوه نارینه ټپیان شوي دي.
د اسلامي امارت وياند زياته کړې، په پکتیکا کې یو کور او یو دوکان بمبار شوی، خو په دې برید کې د ځاني زیان راپور نه دی ورکړل شوی.
مولوي ذبيحالله مجاهد دغه بریدونه د افغانستان پر خاوره «تيری او ظلم» بللی او ټينګار يې کړی چې افغانان به ورته مناسب ځواب ورکړي.

