ډېر لوستل شوي

غزني ټرافیکي پېښې ۷ تنه ژوبل کړي

غزني کې پرون مازیګر(چهارشنبه، مرغومي ۱۲مه) یوې ټرافیکي پېښې د ۳ ښځو په ګډون ۷ تنه ژوبل کړي دي.
دا پېښه د غزني ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند روضې کوتل سیمه کې د ۲ مسافروړونکو موټرونو د ټکر په سبب رامنځته شوې.
ددې پېښې ټپیان د لویو لارو ساتونکو مجاهدینو په وسیله د غزني ملکي روغتون ته لیږدول شوي.
یاده دې شي، چې غزني کې له پرون را هیسې هوا سړه شوي او ورښت هم شته.

اړوند خبرونه