د ننګرهار ځایي مسوولینو ویلي چې له پاکستاني چارواکو سره د تورخم دروازې د خلاصون په تړاو غونډه بې پایلې پای ته رسېدلې ده.
دې دوه اړخیزې ناستې کې د افغان لوري مشري د ننګرهار مرستیال والي کوله چې له څو ساعتونو بحث وروسته هم پاکستانی لوری نه دی چمتو شوی چې د سوداګریزو توکو، مسافرو او ناروغانو پر مخ یاده دروازه خلاصه کړي.
ویل کیږي چې پاکستاني لوری ددې دروازې نهخلاصون ډیورنډ فرضي کرښې ته ورڅېرمه د افغان سرحدي ځواکونو لخوا د نویو تاسیساتو جوړول پلمه کړي دي.
د یادې ناستې په پای کې پاکستاني لوري ویلي چې د دروازې د خلاصېدلو پرېکړه به لوړ پوړي مشران کوي چې څه وخت او څنګه یې پرانیزي. یاده دې شي چې د تورخم دروازه له تېرو درې ورځو راهیسې د سوداګریزو توکو او هر ډول تګ راتګ پر مخ پاکستاني لوري تړلې ده.