ډېر لوستل شوي

امنيتي ځواکونو په شپږو ولايتونو کې د بېلابېلو تورونو په تړاو ۱۷ تنه نيولي

د کورنيو چارو وزارت امنيتي ځواکونو په لغمان، هرات، نيمروز، خوست، سمنګان او بغلان ولايتونو کې د غلاوو، قاچاق، وسله‌والې نښتې او له کوره د تېښتې په تړاو ۱۷ شکمن کسان نيولي دي.

د ياد وزارت د خبر له مخې، په لغمان کې څلور تنه له پنځه ميله وسلو سره د دوو قومونو ترمنځ د وسله‌والې نښتې په تړاو، څلور کسېزه د غلو ډله په هرات، دوه تنه په خوست، نيمروز کې څلور تنه د قاچاق او حرفوي غلا په تړاو، دوه تنه له کوره د تېښتې په تړاو په سمنګان او يو غل هم د بغلان ولايت اړوند سيمه کې نيول شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت د مسوولينو په وينا، چې نيول شوي کسان به له لومړينو څېړنو وروسته عدليې او قضايې ارګانونو ته وسپارل شي.

د ويلو ده، چې د ياد وزارت امنيتي ځواکونو تر دې وړاندې هم د مرکز په ګډون په بېلابېلو ولايتونو کې ګڼ شمېر شکمن کسان نيولي دي.

اړوند خبرونه