ډېر لوستل شوي

امنیتي ځواکونو سېلاب کې ایسار هېوادوال ژغورلي

د ۲۱۵ عزم قول اردو د اتمې خالد بن وليد سرحدي لواء د انجينري آمريت ډلګیو د نیمروز دلارام ولسوالۍ اوږدو کې سېلاب کې بند موټر د کرېنګ په وسیله له سېلابي اوبو ژغورلی دی.

همداراز د ۲۱۵ عزم قول اردو مجاهدینو د کابل ـ کندهار پر لويه لاره د ښوراب شاوخوا د ملکیانو یو موټر له سېلابونو ژغورلی دی.

یاده دې شي چې د هېواد په جنوب لوېدیځو سیمو کې هم یو شمېر هېوادوال له سېلابي اوبو ژغورل شوي دي. همدارنګه نننیو ورښتونو د هېواد په لوېدیځ کې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه هم اړولي دي.

اړوند خبرونه