ډېر لوستل شوي

د مالي زیان سربېره؛ بکوا ولسوالۍ کې هم ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د فراه د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتوالي ريیس مولوي محمد اسراييل امید راډیو ته په خبرو کې ویلي چې نن مازیګر ناوخته د بکوا ولسوالۍ بېلابېلو سیمو کې تېز توپان، باران، ږلۍ او سېلابونو ددې ولسوالۍ ۲۰ اوسېدونکي ژوبل کړي او د یوه بل تن ژوند یې اخیستی دی.

نوموړي زیاته کړې چې په دغو پېښو کې د نارینه‌وو او ښځینه‌وو سربېره کوچنیان هم شامل دي.

ښاغلی سيار وړاندې ویلي چې سيمې ته روغتیایي کارکوونکي، ژغورونکې ډلګۍ او امنیتي ځواکونه رسېدلي؛ تر څو د ایسارو او زیانمنو کسانو لاسنیوی وکړي.

ویل کیږي چې نننیو ورښتونو بکوا کې ۶ کورونه ویجاړ، ۸۰۰ لمریزې هندارې ماتې او نږدې ۲ جریبه ځمکه یې هم له کښت اېستلې. یاده دې شي چې فراه کې طبیعي پېښو لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

اړوند خبرونه