د فراه د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتوالي ريیس مولوي محمد اسراييل امید راډیو ته په خبرو کې ویلي چې نن مازیګر ناوخته د بکوا ولسوالۍ بېلابېلو سیمو کې تېز توپان، باران، ږلۍ او سېلابونو ددې ولسوالۍ ۲۰ اوسېدونکي ژوبل کړي او د یوه بل تن ژوند یې اخیستی دی.
ویل کیږي چې نننیو ورښتونو بکوا کې ۶ کورونه ویجاړ، ۸۰۰ لمریزې هندارې ماتې او نږدې ۲ جریبه ځمکه یې هم له کښت اېستلې ده.