د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس د سالنګ لویې لارې د بندېدو خبر ورکړی دی.
دا لویه لاره د تېرې شپې راهیسې د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده.
ښاغلي حقشناس ویلي چې د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست کارکوونکي هڅه کوي، د هوا په ښه کېدو سره دغه لویه لار بېرته د تګ راتګ په پار پرانیزي.
یاده دې شي چې د هواپېژندنې ادارې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د درنو ورښتونو اټکل کړی دی.