د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري د لويې جرګې په تالار کې ويلي، چې د افغانستان هر قوم، ژبې او سمت ټول هېوادوال سره متحد دي او هيڅ دښمن به په هېواد کې خپلو شومو اهدافو ته ونه رسېږي.
ښاغلي نوري دغه راز ويلي، هغوی چې د پريو غلامي یې کوله، افغان ملت يې پر وړاندې ودرېد او له دې خاورې يې وشړل.
د ملا نورالله نوري په وينا، له دې معلوميږي چې دا ولس امن غوښتونکی دی او د امن، ثبات، پرمختګ، هوساينې او د ورورولۍ پيروان دي. ياده دې شي، چې د اهلتشيع هېوادوالو د عالي کمېسيون له لوري نن د لويې جرګې په تالار کې د “ملي وحدت ساتنې او له اسلامي نظام څخه د ملاتړ” په نوم غونډه جوړه کړې وه.