ډېر لوستل شوي

په ميدان وردګو کې واورې ښويدو د دوو تنو ژوند اخېستی

له پېښو سره د ميدان وردګو د مبارزې چمتوالي رياست وايي، چې د بهسود ولسوالۍ په کوه برون حوزه کې د واورې ښويدو له امله دوو تنو هېوادوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د يادې ادارې په وينا، چې له دغو دوو تنو د يو تن جسد پيدا شوی او د يو بل تن جسد هم لا درکه دی.

ورته مهال تېره شپه د همدې ولایت په مرکز ابراهیم خیل کلي کې دوه کورونه د واورې د ورښت له امله نړیدلي، چې په ډېره کچه يې مالي زيانونه هم اړولي دي.

د يادونې وړ ده، چې په هېواد کې وروستيو واورو ګڼو هېوادوالو ته له مالي او ځاني زيانونو سربېره له يو ځای څخه بل ځای ته په تګ ـ راتګ کې هم ډېر ستونزې رامنځته کړې دي.

اړوند خبرونه