ډېر لوستل شوي

ارزګان کې غره ښویېدنې د یوې کورنۍ د ۶ تنو ژوند واخیست

د ارزګان د امنيه قومندانۍ وياند بلال ارزګاني اميد راډيو ته ویلي چې ددې ولایت د ګېزاب ولسوالۍ په سرمورۍ کلي کې یو غر ښویېدلی چې د یوې کورنۍ د ۶ غړو ژوند یې اخیستی دی.

ښاغلي ارزګاني زیاته کړې چې دا پېښه تېره شپه رامنځته شوې چې تېږو او خاورو یو کور لاندې کړی او د ماشومانو او ښځو په ګډون یې د ۶ تنو ژوند اخیستی. د ښاغلي ارزګاني له قوله، د غره ښویېدنې دا لومړۍ پېښه ده چې دې ولایت کې رامنځته کیږي.

اړوند خبرونه