د بلخ د والي ملا محمدیوسف وفا په مشرۍ پرون ماښام(پنجشنبه، کب نهمه) د شمال لوېدیځ او شمال ختیځو زونونو د ۹ ولایتونو له والیانو، امنیه قومندانانو او د استخباراتو له رییسانو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوې ده.
دې ناسته کې د عالیقدر امیر المومنین حفظه الله تعالی د (۳۱مې) ګڼې فرمان، د نورو فرمانونو د څارنې او عملي کولو او د شروفساد ډلو پر لمنځه وړلو او نورو موضوعاتو خبرې اترې شوي دي.
د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله تعالی د ۳۱ مې ګڼې د حکم په اساس د تاریاکو هر ډول پېر، پلور او کښت او کارونه په کلکه منع ده او همدارنګه هېڅوک حق نه لري، چې د نشه یي توکو کاروبار ترسره کړي. د بلخ والي همدارنګه د د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د لارښونو، سپارښتنو عالمانو، ملکیانو او نورو خلکو ته د رسونې غوښتنه کړې ده.