ډېر لوستل شوي

سبا به هېواد کې د روژې لومړۍ ورځ وي

د سترې محکمې د میاشتې د لیدو کمېټې اعلان کړی چې سبا(شنبه، کب یولسمه) به په ټول هېواد کې د روژې میاشتې لومړۍ نېټه وي.

د میاشتې د لیدو کمېټې غړو یوې رسنیزې غونډې ته د روژې لومړۍ ورځ په ډاګه کړې ده.

د سترې محکمې د بهرنیو، عامه اړیکو او مطبوعاتو رییس عبدالرحیم راشد هم له هېوادوالو غوښتي وو چې په خپلو سیمو کې دې د نوې میاشتې د لیدو هڅه وکړي.

سعودي عربستان هم اعلان کړی چې نن جمعه د شعبان ۲۹مه وه او سبا به په ټول هېواد کې د روژې لومړۍ ورځ وي.

اړوند خبرونه